ډېر لوستل شوي

افغان ماشومانو د خوندیتوب په موخه له جرمني مرستي موسسې سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د افغان زیانمنو او بې وزله ماشومانو د لاسنیوي په موخه د قومونو او قبایلو چارو وزارت له جرمني مرستي موسسې سره یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه لیکونه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي احمد علي جان احمد او له افغان ماشومانو سره د جرمني مرستي موسسې له مرستیال مصطفی تر منځ د یوې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو.
ددغه هوکړه لیکونو له مخې به یاده موسسه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږي په لرې پرتو سیمو کې د بیوزلو خلکو، کوچي قشر، راستنو شویو کډوالو لاسنیوی کوي او له طبیعي پیښو څخه زیانمنو شویو هیواوالو ته اړینې مرستې رسوي.

ددغې ناستې په پیل کې ښاغلي مصطفی د یادې موسسي د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې او په خبره یې:
یاده موسسه د بېلابېلو سیمو بې وزله او له طبیعي پېښو څخه زیانمن شوي خلک د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راولي او لاسنیوی یې کوي.

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي احمد علي جان احمد د یادې موسسې له لوري پر عملي فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ وویل چې په ولایتونو کې دې په یادو برخو کې د خلکو اساسي اړتیاوې په پام کې ونیول شي او همکاري دې ورسره وشي

اړوند خبرونه