د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ په ګډه د يوې خصوصي مخابراتي شبکې په همکارۍ، په کابل کې د زرغونتیا د ودې او چاپېریال ساتنې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د نیالګیو کېنولو پروګرام ترسره کړی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې پروګرام کې د یادې ادارې رييس مولوي مطیع الحق خالص په حواله ويلي، د هېواد زرغونتیا د ټولو ګډ مسوولیت دی او خلک باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي. ښاغلي خالص زیاته کړې، چې جګړو، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا رييس مولوي عبدالوکیل متوکل هم ويلي، چې په تېرو کلونو کې د کابل د زرغونتیا په برخه کې مثبت بدلونونه راغلي او هڅې روانې دي، څو ښار لا زرغون شي.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې د چاپېریال ساتنې لپاره هر څوک لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او د اوبو د کمښت د حل لپاره په خپلو کورونو کې د زخيروي څاګانو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
د مسوولينو په وينا، تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۸ میلیونه نیالګي کېنول شوي او پلان دی، چې دا بهیر روان کال هم دوام ومومي.

