ډېر لوستل شوي

تېره میاشت له څه باندې ۸۵ زره راستنوشویو او بې‌ځایه‌شویو سره مرستې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره میاشت په یو شمېر ولایتونو کې د ۳۴۴ میلیون ۶۲۹ زره ۸۷۳ افغانیو په ارزښت له ۸۵ زره ۷۴۷ راستنوشویو‌، بې‌ځایه‌شویو او کوربه ټولنو سره بېلابېلې مرستې شوې دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې نغدي، خوراکي او نورو توکو مرستې شاملې وې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمو واحدونو په همغږۍ او د همکارو بنسټونو له لوري د هغوی د ستونزو هواري او ملاتړ په موخه تر خلکو رسول شوې وې.

سرچینې لیکلي چې دا مرستې په کابل، پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتیکا، میدان‌وردګو، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، بلخ، بغلان، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې وېشل شوې دي.

اړوند خبرونه