ډېر لوستل شوي

له ټرمپ او پزشکیان سره د مکرون ټلېفوني خبرې؛ لبنان کې یې د اوربند غوښتنه کړې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند تر هوکړې وروسته یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

مکرون پر خپله اېکس‌پاڼه د تهران او واشنګټن له دوه اوونیزه اوربند پرېکړې هرکلی کړی او له دواړو لوریو یې په لبنان کې هم د اوربند د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر په باور، که اوربند عملي نه‌شي، نو سیمه به له جدي ستونزې سره مخ شي.

اړوند خبرونه