ډېر لوستل شوي

د امر بالمعروف وزارت: یوه اوونۍ کې ۲۴ کوډګر نیول شوي

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تېره یوه اوونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۱۲ قضیې حل کړې دي.

یاد وزارت وايي، په دې موده کې ۱۱ دښمنۍ او ۵۵ شخړې د سولې او دوستۍ پر فضا بدلې او دغه راز ۲۴ تنه کوډګر هم نيول شوي دي.

بلخوا، د بازار د اصلاح او عامه پوهاوي په موخه له سوداګرو او کسبه‌کارانو سره ۲۱۸ اصلاحي ناستې شوې دي. د یادونې ده، چې امربالمعروف وزارت مسوولینو تل ولس ته ډاډ ورکړی چې د کوډګرو او غیرشریعي کړنو ترسره کوونکو پر وړاندې جدي اقدامات کوي.

اړوند خبرونه