ډېر لوستل شوي

د «عمر ګلستان» ښارګوټي نږدې ۱۱ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د «عمر ګلستان» ښارګوټي ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

د یاد وزارت د رسنیو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ښارګوټی د کابل ښار د «درېیم مکرویانو» په سیمه کې دی.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د ځمکو د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون دا ځمکه د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې څېړلې وه او دوسیه یې په رسمي ډول ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.

عدلیې وزارت زياته کړې، چې ځانګړې محکمې د اسنادو، مدارکو، د املاکو د ثبت دفترونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، د دې ځمکې د مالکیت په اړه پرېکړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر د اړوند کمېسیون له لوري دوام لري.

اړوند خبرونه