ډېر لوستل شوي

د نیله باغ پروژې عملي چارې پیلیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد د دولتي تصدۍ او کابل کې د چینایي پروژې له مسوول سره کتلي او د نیله باغ پروژې د عملي چارو پر پیل یې بحثونه کړي دي.

په دغه لیدنه کې د نیله باغ پروژې، چې چارې یې د چین هېواد لخوا په وړیا ډول پر مخ وړل کیږي؛ خبرې اترې وشوې.

د چین هېواد د تصدۍ او په کابل کې د نیله باغ پروژې مسوول وویل، چمتو دي چې د پروژې رغنیزې چارې پیل کړي او تمه لري چې په شاوخوا درې کالونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني، چینايي لوري ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د پروژې چارې به د تړون سره سمې پر مخ ځي او د راتلونکو ستونزو د حل په موخه به ګډې هڅې کوي. د نیله باغ هستوګنیزه پروژه چې چارې یې د تېرو څو کالونو راهیسې ځنډېدلې وې، اوس یې ستونزې حل او عملي چارې به یې پیل شي.

اړوند خبرونه