ډېر لوستل شوي

د ازموینو ملي ادارې رييس: د ځوانانو روزنه د هر نظام لپاره اساسي اړتیا ده

د ازموینو ملي ادارې عمومي رييس شیخ عبدالباقی حقاني د «ثانوي دورې د رشته‌بندۍ د تطبیق» په سيمينار کې ویلي، چې د هر نظام لپاره د يوې ښې ټولنې د رامنځته کولو په موخه د ځوانانو د افکارو روزنه او سم لوري ته برابرول اساسي اړتیا ده.

د اميد راډيو خبريال په دې سيمينار کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، چې افغانستان له شاوخوا ۴۵ کلونو کړاو او بې‌ثباتۍ له امله د عصري علومو په برخه کې وروسته پاتې دی.

د ازموينو ملي ادارې عمومي رييس ټینګار کړی، چې باید له تېرو تجربو عبرت واخیستل شي او د ځوانانو د فکري روزنې لپاره اسلامي روزنه او افغاني فرهنګ ور وښوول شي.

اړوند خبرونه