ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۱۰۷۶ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ له بېلابېلو لارو ۱۰۷۶ افغان کډوالې کورنۍ، چې ۵۸۰۲ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي او ثبت شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، تر ټولو زيات کډوال د ننګرهار د تورخم له لارې راستانه شوي، چې شمېر يې ۹۰۸ کورنیو ته رسېږي. همدارنګه د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو لارې ۶۰ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې ويلي، چې له بېلابېلو لارو ۵۲۹ کورنۍ، چې ۲۹۶۱ تنه کېږي، خپلو اړوندو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې او په بدل کې ورته نږدې ۲.۲ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د معلوماتو له مخې، له ۶۵۲ راستنو شويو کورنیو سره ټولټال څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

په ورته وخت کې د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټو له لوري راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه، خوراکي توکي او مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې، چې په ترڅ کې ۱۱۰۲ سیمکارتونه هم په وړیا ډول وېشل شوي دي.

مسوولینو زياته کړې، چې راستنو شويو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه