ډېر لوستل شوي

د ټرافیکو پېښو د مخنیوي غونډه وشوه

د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو، عدلیې، ټولګټو وزارتونو او د ټرانسپورټي شرکتونو د استازو ترمنځ، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په حکم خپلمنځي ناسته وشوه.

په دغه غونډه کې د کابینې پر جوړه شوې طرحه بحث وشو او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د هر وزارت او اړوندو ادارو مسوولیتونه په ګوته شول.

دغې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ستر پاسوال مولوي ابراهیم صدر د ټرانسپورټې شرکتونو د وړاندیزونو د اوریدلو ترڅنګ په لویو لارو کې د ټرافیکي اصولو پر مراعتولو ټینګار وکړ. د ښاغلي صدر په قول چې اسلامي امارت د هیوادوالو د مال او ځان ساتنه خپل لومړيتوب ګڼي. نوموړي وویل، ټول ټرانسپورټي شرکتونه او موټر چلوونکي مکلف دي چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي قانون او کړنلارو ته پام وکړي.     د یادولو ده چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري ځانګړی فرمان هم صادر شوی چې د کابینې په شلمه غونډه کې یې طرحه تصویب او د تطبیق په موخه اړوندو ارګانونو ته وسپارل شوه.

اړوند خبرونه