ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر: د روغتیايي سکتور د ځان‌بسیاينې لپاره هڅې روانې دي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وايي، د هېواد روغتیايي سیستم چې په تېرو دوو لسیزو کې د بهرنیو مرستو پورې تړلی و، اوس هڅه کېږي چې د نړیوالو شریکانو په همکارۍ پر خپلو پښو ودرول شي او ځان‌بسیاينې ته ورسېږي.

د اميد راډيو خبريال د « ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې ورکشاپ» کې د ښاغلي جلالي په حواله ويلي، چې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره کار روان دی، څو له یوې خوا خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او له بلې خوا د مرستندویه بنسټونو له احتیاجه خلاصون ومومي.

د عامې روغتيا وزير په وینا، په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر مؤسسو خدمتونه د معیار مطابق نه دي، او د اړوندو ادارو له لوري یې جدي څارنه کېږي؛ که د قراردادونو له شرطونو سرغړونه وشي، تړونونه به ورسره لغوه شي.

وزیر زیاته کړې، سره له دې چې هېواد له بندیزونو سره مخ دی، خو د اسلامي امارت د مشر له لوري روغتیايي سکتور ته ځانګړې بودیجه ورکول کېږي، څو خلکو ته لازم خدمات وړاندې شي.

مولوي نور جلال جلالي همداراز ویلي، اوس د هېواد په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه منظور او جوړ شوي، او پلان شته چې د تشخیص او درملنې په برخه کې عصري ټکنالوژۍ ته لاسرسی پراخ شي.

د نوموړي په خبره، په دولتي روغتونونو کې د زړه ناروغیو درملنه او عملیات ترسره کېږي او د سرطاني ناروغیو لپاره هم اسانتیاوې برابرې شوې دي. د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د خصوصي سکتور د فعالیتونو څارنې، د نرخونو کنټرول، او د ناسمو نسخو د مخنیوي تر څنګ، خلکو ته د ساري ناروغیو، واکسین او وقایې په برخه کې د عامه پوهاوي پر پراختيا هم ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه