ډېر لوستل شوي

یونیسف: د پولیو له منځه وړلو او د واکسین د پراختیا لپاره ګډې هڅې دوام لري

په افغانستان کې د یونیسف مشر ډاکټر تاج‌الدین اويلا وایي، د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې له افغان حکومت سره ګډ کار شوی، خو لا هم ځینې ستونزې شته چې د حل لپاره به یې ګډې هڅې روانې وي.

د اميد راډيو خبريال د «ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې ورکشاپ» کې د اويلا په حواله ويلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په ګډه د واکسین د پروګرامونو ملاتړ کوي او هڅه کوي، څو میندو او ماشومانو ته واکسین په ښه او اغېزمنه توګه ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د دوی بنسټيزه موخه د خلکو د ژوند ژغورل دي، او په همدې برخه کې له افغان همکارانو سره نږدې همغږي لري، څو د واکسین پلي کول ښه پایلې ولري.

په افغانستان کې د یونیسف مشر همداراز ویلي، که څه هم په نړیواله کچه بوديجه کمه شوې، خو د عامې روغتیا وزارت د ځان‌بسیاينې پالیسۍ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه