ډېر لوستل شوي

“تېره يوه مياشت کې د ښځو ۴۰۱ قضیو ته رسېدنه او ۵۸ جادوګر نیول شوي”

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت محتسبينو د روان کال د وري میاشتې په ترڅ کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۴۰۱ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د یاد وزارت د میاشتني راپور له مخې، په همدې موده کې په مرکز او ولايتونو کې ۵۸ تنه د جادوګرۍ په تور هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې قضیو کې ۲۰۶ د ظلم، ۴۸ د میراث حق، ۴۲ د جبري نکاح، ۳۰ د مهر، ۲۶ د نفقې ورکړې، ۲۷ د شرعي ودونو د زمینه برابرولو او ۲۲ د طلاق اړوند قضیې شاملې دي. راپور زیاتوي، چې محتسبينو همداراز ۵۴ اوږدمهاله دښمنۍ پای ته رسولې او ۲۳۸ قومي او کورنۍ شخړې یې د شرعي اصولو له مخې حل او فصل کړې دي.

اړوند خبرونه