په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې ۵۴ تنه نور افغان زندانیان له پاکستاني زندانونو ازاد شوي دي.
د ۵۴ تنو نورو افغان زندانیانو دا خبر اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، نن(پنجشنبه، وري ۱۶مه) خپور کړی دی.
دغه زندانیان د افغان کونسلګریو په هلو ځلو له کراچۍ زندانونو ازاد شوي دي.
ویل کیږي چې په دغو ازادوشویو زندانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د سند له ایالت څخه د ټولو ازادو شویو افغانانو شمېر څلور زره او ۱۱۱ تنو ته رسیږي.
تر دې دمخه هم ګڼ افغانان د افغان مسوولینو په هڅو ازاد شوي وو.