ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت: قطر کې بند پاتې افغانان دې په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شي

د بهرنیو چارو وزارت له هغو افغانانو چې په قطر کې د امریکا په کمپونو کې بند پاتې دي غوښتي، څو په ډاډه زړه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د ياد وزارت وياند عبدالقهار بلخي د يوې خبرپاڼې په خپلو سره ويلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد دروازې د بهر مېشتو ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستې دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، که څوک غواړي نورو هېوادونو ته سفر وکړي، کولای شي دا کار له قانوني او عزتمندو لارو وکړي.

وزارت همداراز ویلي، چې اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره له ټولو سره د منظم میکانېزم او دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی، چې افغانستانه کې هېڅ ډول امنیتي ګواښ نشته او هېڅوک د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېښودو ته نه دي اړ. دا په داسې حال کې ده، په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې امریکا له هغو افغانانو چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په قطر کې بند پاتې دي، غوښتي چې افغانستان او يا هم درېیم هېواد ته د تګ یو انتخاب وکړي.

اړوند خبرونه