ډېر لوستل شوي

شیخ شیراحمد حقاني: د کابل بالاحصار د افغانستان لرغونی تمدن او تاریخي هویت څرګندوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د کابل بالا‌حصار له لابراتوار، د لرغونو آثارو نندارتون، موزیم او بېلابېلو برخو کې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه کړې ده.

د دې کتنې پرمهال د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو رییس، اجمل میوندي ښاغلي حقاني او ورسره مل پلاوي ته د لابراتوار، موزیم، په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې چارو او د کابل بالا‌حصار د لرغونتوب په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړي.

ښاغلي میوندي ویلي چې په دې سیمه کې کشف‌کېدونکي اثار لومړی د همدې سیمې په لابراتوار کې ارزول کېږي، وروسته د دې ځای په موزیم کې تر یوې مودې ساتل کېږي او په پای کې ملي موزیم ته لېږدول کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا شیخ شیراحمد حقاني د کابل بالا‌حصار له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پرمهال دا لرغونې او تاریخي سیمه د هېواد د لرغوني تمدن څرګندوونکې بللې ده. ښاغلي حقاني د دې سیمې ساتنه او پالنه د ټولو ګډ مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی چې باید د دې ځای د خوندي ساتلو، مستند کولو او راتلونکو نسلونو ته د سم ورپېژندلو لپاره هراړخیزې هڅې وشي.

اړوند خبرونه