د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيبالله حقاني د ودانيزو توکو د کیفیت ازموینې لپاره د یو معیاري لابراتوار د ودانۍ د بنسټ ډبره اېښېده.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، چې د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د ودانيزو توکو کیفیت په مسلکي ډول ارزول کېږي، څو رغنیزې چارې د معیاري اصولو له مخې ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزير له قراردادي شرکتونو غوښتي، چې خپلې پروژې د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق پر مخ یوسي.
چارواکي زیاتوي، په دې لابراتوار کې به د توکو فزیکي او کیمیاوي ځانګړتیاوې وڅېړل شي، څو د ودانیو خوندیتوب او پایښت تضمین شي.
د یاد لابراتوار د بنسټ ډبرې اېښودل په داسې حال کې کېږي، چې په نوي کابل ښار او نورو ښاري سیمو کې د ودانيزو پروژو بهیر مخ په پراختيا دی.

