ډېر لوستل شوي

پاکستان پر افغان خاوره له بریدونو ولې لاس نه اخلي؟

د پاکستان پوځي رژیم او افغانستان ترمنځ د څو میاشتو کړکېچ، وقفه‌یي نښتو او بیا د کابل په زړه کې د روږدو پر روغتون له بشرضد ستر برید وروسته ګومان کېده چې نسبي سوله راغلې او ښایي په چین کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تشدد د کمولو یو ضمني هوکړه شوي وي. خو د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ګڼو ولسوالیو بریدونو وښوده چې پاکستان لا هم په افغانستان کې له ورانکارۍ لاس نه دی اخیستی او غواړي تل افغان حکومت او افغانان تر خپل پوځي او سیاسي فشار لاندې وساتي. د کونړ له برید وړاندې افغان ځواکونو د کندهار په سپین بولدک کې د هغه پنډي ماشوم د غچ اخیستنې په پار انتقامي برید هم وکړ چې پاکستانیو پوځیانو شهید کړی و. د تېرې ورځې په بریدو کې چې ټول قربانیان یې ملکیان او سم نیمایي یې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصلین وو؛ شاوخوا اتیا تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دا برید د افغان حکومت د مرستیال ویاند له خوا په سختو الفاظو وغندل شو او د ورته وحشیانه بشرضدو بریدو له بدو عواقبو یې ګاونډی هېواد خبر کړ. ورته مهال ددې برید د ټپیانو عیادت ته د لوړو زده کړو د وزیر په ګډون د دفاع وزارت د وسله وال پوځ مرستیال حاجي مالي خان هم ورغلی و او د فرضي کرښې له پرتو پوستو او پوځیانو یې لیدنه هم وکړه. پرون بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني سفیر د احضارېدو او نوموړي ته د احتجاج لیک د سپارنې خبر هم ورکړ. د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې خبرپاڼه کې دا بریدونه پاروونکي اود افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی دی. بیان کې ټینګار شوی چې افغانستان له خپل ځانه د دفاع حق لري او خبرداری یې ورکړی چې ” د بې مسوولیته کړنو دوام به ناوړه پایلې ولري.”

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم تایید کړې چې پر کونړ تازه بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. یوناما ویلي چې د افغانستان په ختیځ کونړ کې یې پر پوهنتون د برید قضیه مستنده کړې ده. یوناما غوښتنه کړې چې د نړیوالو بشري حقونو قانون له مخې ولسي وګړي او د تعلیمي مرکزونو په ګډون ولسي ځایونه باید خوندي وساتل شي. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رپورټر ریچارډ بینیټ هم پر اېکس لیکلي چې ولسي ځایونه او خلک باید له بریدونو خوندي او عاملینو سره دې یې حساب کتاب وشي. ښاغلي بینیټ ویلي اړتیا ده چې د کونړ او له دې وړاندې د ورته نورو پېښو په اړه ژر تر ژره خپلواکه اوهر اړخیزه پلټنه وشي. یوناما په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې “د نړیوال بشري قانون له مخې، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اوسي. موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوو.” ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي:‌ “زه د یوناما اندېښنه او خواخوږي تائیدوم. ملکي وګړي باید تل خوندي وساتل شي او عاملین یې حساب ورکړي. له همدې امله، د وروستیو او پخوانیو پېښو په اړه د چټکو، خپلواکو او هر اړخیزو څېړنو اړتیا شته.” ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې په کابل کې هم شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې برید پر ناروغانو شوی و او هلته هم اهداف ملکیان وو.

د پاکستان له وروستیو وحشتونو څو فرضیې ثابتېږي او ښکاري چې دغه رژیم ددې ډول بریدونو تر شا یو پټ، ژور او ښایي اوږدمهاله پلان ولري. ددغو بریدونو لړۍ تراوسه غځول تر شا یو څه لري او بې څه نه دي. هغه څو احتماله چې ښایي پاکستانی پوځي رژیم یې پر افغانستان خاوري له نقضه او ړندو بریدنو ولري، یو څو یې دا دي:

یو؛ پاکستانی پوځي رژیم ښایي د امریکا په ملاتړ او د هغه پروژې او پلان له مخې پر افغان خاورې بریدونه کوي چې دوی له واشنګټن اخیستې او یوه برخه یې د افغان حکومت په لاس کې د شته وسلو او ډيپوګانو نابودل دي.

دوه؛ دا چې پاکستان بار بار د افغانستان ختیځ او فرضي کرښو ته نږدې سیمې ولي، موخه یې د همدې سیمو ناامنه کول، د خلکو کوچول او بیا د فرضي کرښې په اوږدو کې د داعش خوارج ځای پر ځای کول دي، چې که خدای مه کړه دې احتمال عملي بڼه ونیوله؛ نو دا پدیده به نه یوازې افغانستان بلکې سیمه به هم د ناامنۍ او ترهګرۍ په مېشتځای بدله کړي.

درې؛ افغان حکومت تر سیاسي او پوځي فشار لاندې ساتل. پاکستانی پوځي رژیم غواړي افغان حکومت د زور او فشار له لارې خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي، خو دوی باید وپوهېږي چې افغانان د زور له لارې نه چا خپل کړي او نه یې هم غوښتنې او فرمایشتونه پرې منلي دي.

څلور؛ د خپلو خلکو د توجو اړول او له مرکزي پېښو او قضیو د ولسونو د ذهنونو انحراف. تازه پاکستان د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ د شاخص د راپور له مخې لومړی مقام ګټلی چې دا په ډاګه ښيي پاکستان د ټولې نړۍ په پرتله ناامنه او ډول ډول وسله والې ډلې پکې حضور لري. پاکستان غواړي چې د خپل ولس پام له داسې سترو د ناامنۍ، اقتصادي او سیاسي کړکېچ له مسایلو راواوړي او مصنوعې جګړې ایجادې کړي، تر څو ولس یې وغولیږي او بیا پر خپل حکومت ورټول شي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه