د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې اعلان کړی، چې د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو له امله اغېزمنو شویو ۱۷ زره کورنیو سره بشري مرستې کړې دي.
یادې ادارې ویلي، چې دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره په ګډه، د څو اوونیو له پرلهپسې هڅو وروسته، سیمې ته رسول شوې دي. سره صلیب ټینګار کړی، چې دا مرستې د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وې او هڅه کوي، چې له ورته زیانمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

