ډېر لوستل شوي

کډوالو چارو وزارت: د ترکیې په اوبو کې نږدې ۳۰ افغانان مړه او تري تم شوي

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ۲۲ افغانانو د مړیني او د ۷ نورو د تري تم کېدو خبر ورکړی دی.

د پناه غوښتونکو دغه کښتۍ د ترکیې د چاناک قلعه ولایت اړوند په یو سیند کې ډوبه شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر دې پېښې خپله ژوره خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې جنت فردوس او کورنیو ته یې د زغم غوښتنه کړې ده. په دغه اعلامیه کې ددې پېښې د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي خو په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه کښتۍ کې شاوخوا ۴۶ تنه سپاره وو.

دغه وزارت د ترکیې له چارواکو غوښتنه کړې چې د تري تم شویو افغانانو د موندلو لپاره پوره هڅې وکړي .په اعلامیه کې ویل شوي چې له دې پېښې څلور تنه افغان کډوالو ژغورل شوي هم دي.

تر اوسه د ډوبو شویو افغانانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم مالومه ده چې دوی په کومو ولایتونو پورې تړاو لري.

په اعلامیه کې پر هیوادوالو غږ شوی چې په قاچاقي لارو دې نورو هیوادونو ته له سفر څخه ډډه وکړي او د خپل هیواد په ابادۍ او سوکالۍ کې دې ونډه واخلي.

یاد وزارت په بهر کې پر مېشتو افغانانو هم غږ کړی چې خپل هیواد ته راستانه شي او دلته باعزته ژوند خپل کړي.

اړوند خبرونه