ډېر لوستل شوي

پنټاګون تر ۱۶۰ ډېر د ناپېژانده فضايي موجوداتو پټ اسناد خپاره کړي

د امريکا د جګړې وزارت (پنټاګون) تر ۱۶۰ ډېرو د ناپېژانده او ناليدل شويو فضايي پدېدو د اسنادو يوه ټولګه خپره کړې.

پنټاګون د امريکا د پوځ له لوري ځانګړې ويډېوګانې خپرې کړې، چې هوا کې ستوري ته ورته موجود پکې خوځېږي او نورو ویډيوګانو کې هم بېلابېل نااشنا موجودات ښکاري.

«سي‌اېن‌اېن» د پنټاګون په حواله ويلي، چې له دې وروسته به عام خلک وکولی شي، چې له امنيتي اجازې پرته د دې پېښو اصلي دولتي توکو ته مستقيم لاس‌رسی پيدا کړي.

د امريکا د جګړې وزارت ټینګار کړی، چې د دا ډول پټو اسنادو خپرول به دوام ولري، څو خلک په خپله ارزونه وکړي.

اړوند خبرونه