د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق وایي، چې ياد وزارت د ټولنې، دولت او نظام لپاره د زړه حیثیت لري او له همدې لارې خلک لوړو علمي او مسلکي پوړونو ته رسېږي.
د اميد راډيو خبريال د «۱۰۶۰ خالي بستونو د اعلانولو» کنفرانس کې د ښاغلي صادق په حواله ویلي، چې پوهنې وزارت په روان ۱۴۰۵ کال کې د درېیو مهمو پروګرامونو د عملي کولو پلان لري، چې د همدې کال تر پایه به یې چارې بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، لومړی به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د لېسې دورې ازموینې معیاري شي، نظارت به یې له مرکز څخه ترسره کېږي او د ازموینو پوښتنې به هم په معیاري ډول د مرکز له لوري برابریږي.
ښاغلي صادق زیاته کړې، چې دویم پروګرام د لېسو د رشتهبندۍ عملي کول دي، څو زدهکوونکي د خپلو وړتیاوو او اړتیاوو له مخې مشخصو څانګو ته سوق شي.
د نوموړي په خبره، درېیم پروګرام د هېواد په هر ولایت کې د نمونوي لېسو یا ښوونځیو جوړول دي، چې پکې به د استعداد لرونکي زدهکوونکي جذبېږي. د پوهنې وزارت مرستيال ټینګار کړی، چې یاد درې واړه پروګرامونه به د پوهنې پر نظام مثبت او مهم اغېز ولري.

