ډېر لوستل شوي

“د طبي کثافاتو بې‌غوري د ساري ناروغیو د زیاتېدو لامل کېږي”

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې په کابل کې له یوې خصوصي روغتون سره په ګډه د طبي کثافاتو د اغېزمن مدیریت په اړه یو ورځنی ګډ ورکشاپ ترسره کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې ورکشاپ کې د يادې ادارې د رييس مولوي مطیع‌الحق خالص په حواله ویلي، چې د طبي کثافاتو د سم مدیریت موضوع د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه جوړوي او ورته ورکشاپونه به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.

ښاغلي خالص د سالمې ټولنې او چاپېریال ساتنې لپاره د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه په هېواد کې د طبي کثافاتو لپاره ځانګړی او معیاري ځايونه نه‌نشته.

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د رييس په وینا، چې دا اداره هڅه کوي، څو د طبي کثافاتو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړي، ځکه د دغو کثافاتو پر وړاندې بې‌پامي د ساري ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځي.

مولوي خالص همداراز په روغتونونو او کلینیکونو کې د نظافت د نه پام‌لرنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ډاکټرانو او عامو خلکو یې غوښتي، چې خپلې روغتيا ته جدي پام‌لرنه وکړي.

اړوند خبرونه