ډېر لوستل شوي

شپږو ولایتونو کې ۱۱۸۵ افغان کډوالو کورنیو ته نمرې وېشل شوې

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په شپږو ولایتونو کې ۱۱۸۵ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشلې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار کې ۲۹۰، لغمان کې ۲۸۵، زابل کې ۱۶۰، فراه کې ۱۰۲، سرپل کې ۸۳ او کندز کې ۱۶۰ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې دي.

یادې کمېټې زیاته کړې، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې په ټوليزه توګه ۲۰۰۹۷ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي. د مسوولینو په وینا، د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش بهیر په چټکۍ سره روان دی.

اړوند خبرونه