د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې پرون په شپږو ولایتونو کې ۱۱۶۱ راستنوشویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
یاد وزارت لیکلي چې پرون (دوشنبه) په ننګرهار کې ۳۰۷، زابل کې ۱۰۰، کندوز کې ۱۶۸، فراه کې ۲۱۷، هلمند کې ۲۸۵ او غزني ولایت کې ۸۴ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
په خبرپاڼه کې د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب الله حیات حقاني په حواله ویل شوي چې دا چاره راستنوشویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره د مناسبو فرصتونو برابرېدو په موخه چټکه شوې ده.
ښاغلي حقاني همداراز ویلي چې د استوګنیزو نمرو د وېش له پروګرام څخه موخه د راستنوشویو کورنیو اساسي اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا برابرول دي. د کور او ښار جوړولو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په ټوله کې تر دې دمه ۲۹ زره ۹۲۹ استوګنیزې نمرې وېشل شوې، او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

