ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارو ۹۱۲ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۱۴ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، په همدې موده کې ۱۱۹۲ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لپاره میلیونونه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

همداراز، ۱۱۷۸ کورنیو ته نغدي پيسې ورکړل شوې، ۹۴۹ سیمکارتونه وېشل شوي او زرګونو کسانو ته روغتیايي او خوراکي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د راپور له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰۱۱ راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې هم وېشل شوې دي. دا په داسې مهال ده چې دې وروستيو کې له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې لړۍ چټکه شوې او هر ورځ په سلګونه کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

اړوند خبرونه