د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړپوړو چارواکو د هېواد د نومیالي څېړونکي، تاریخپوه او لیکوال استاد حبیبالله رفیع د عیادت ترڅنګ د هغه د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاینه کړې ده.
ياد وزارت وايي چې د خپرونو مرستيال مولوي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ مرستيال مولوي عتیقالله عزیزي او یو شمېر نورو مسوولینو د استاد رفیع کور ته ورغلي او د هغه د هڅو او خدمتونو درناوی یې کړی دی.
د هنر او فرهنګ مرستيال مولوي عتیقالله عزیزي استاد حبیبالله رفیع د هېواد له مخکښو څېړونکو بللی او نوموړي ته يې ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د استاد د آثارو د چاپ او څېړنیزو فعالیتونو په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې لیدنه کې د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي خپل ځینې لیکلي او علمي آثار استاد رفیع ته د ډالۍ په توګه ورکړي او د وزارت د مسوولینو له لوري نوموړي ته د اعزاز پګړۍ هم ور پر سر شوې ده.

