ډېر لوستل شوي

د ملي اردو منسوبینو فراه کې یو شمېر هیوادوال او لېږند وسایط ژغورلي

د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو سېلابونو کې بند یو شمېر هیوادوال او څو لېږند ټرانسپورټي وسایط له لاهو کېدو ژغورلي دي.
ویل کیږي چې د اسلامي ملي اردو منسوبینو د کندهار – هرات د لویې لارې، د فراه ولايت بکواه ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکی او بل بار وړونکی ټېلر موټر چې د سېلابونو په اوبوکې بند پاتي وو؛ ژغورلي دي. دغه هیوادوال د خالد بن ولید څلورمې پلي لواء مجاهدینو له لوري له سېلابي اوبو ژغورل شوي دي.
دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د درېیمې پلې عمري لواء د منسوبینو لخوا د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د زیاتو اورښتونو له امله په اوبو کې بند یو شمېر هېوادوال ژغورلي دي.
د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت مسوولین او منسوبین تل په بېړنیو حالاتو کې د هیوادوالو تر شا درېدلي او هیوادوال یې له ځاني او مالي زیانونو ژغورلي دي

اړوند خبرونه