ډېر لوستل شوي

فراه کې د فرهنګي ارزښتونو د درناوي او ښاري استوګنې د دود پالنې اړوند د یوې مشاعره ترسره کېدل

د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې دې ولایت کې د فرهنګي ارزښتونو د درناوي او د ښاري استوګنې دود د پیاوړتیا په موخه یوه مشاعره ترسره شوې.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مشاعره د فراه ښاروالۍ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د چاپېریال ساتنې ریاستونو په ګډه همکارۍ ترسره شوه، چې پکې د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون، د علماوو شورا غړي حبیب الله، د چاپېریال ساتنې، کرنې او امر بالمعروف ریاستونو استازو، ترڅنګ سلګونو تنو فرهنګپالو او د فراه اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د مشاعرې په لړ کې شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو او نعت ویونکو د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، د چاپېریال پاکوالي، ښاري نظم او د ښاري اوسېدنې د دود د پیاوړتیا په تړاو خپل چمتو کړي مطالب

 وړاندې کړل.

همدارنګه د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون د خپلو خبرو پر مهال له ښاریانو وغوښتل، چې د ښار د پاکوالي او ښایست په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د سالم او منظم ښاري ژوند د رامنځته کېدو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي. د مسوولینو په وینا، دا په فراه ولایت کې لومړنۍ مشاعره وه چې د مرکز او ولسوالیو له ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګیانو او نعت ویونکو سره د فرهنګي ارزښتونو د درناوي او د ښاري استوګنې د دود د ودې په موخه جوړه شوې ده.

اړوند خبرونه