ډېر لوستل شوي

افغان او ایراني چارواکو په فرهنګي او سیاحتي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، مولوي قدرت‌الله جمال د ایران له سرپرست سفیر، علي‌رضا بیکدلي سره کتلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاحتي همکاریو پراختیا او د دواړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرېدو خبرې شوې دي.

ښاغلي جمال ویلي چې ایران دې د خپلو تجربو پر اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره د روزنیزو او علمي سیمینارونو زمینه برابره کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې دواړه لوري به د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ګډو همکاریو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړي.

بلخوا د ایران سفیر د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا پر ارزښت ټینګار کړی او په سیاحتي او زیارتي برخو کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه