ډېر لوستل شوي

غزني کې د «نقش خاموش» په نوم د نقاشۍ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ، د آرتلند هنري ګالرۍ او اریانا نقاشۍ روزنیز مرکز له لوري په غزني ښار کې د «نقش خاموش» په نوم د نقاشۍ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار د نندارتون د پرانیستې پر مهال ويلي، اسلامي او افغاني هنرونه ځانګړی ارزښت لري او باید د شریعت په چوکاټ کې ورته د ودې زمینه برابره شي. ښاغلي نثار زیاته کړې، ریاست هڅه کوي چې په راتلونکې کې د ولایت په کچه د نقاشۍ یو لوی نندارتون هم جوړ کړي.

نوموړي همداراز ويلي، هنرمندان کولای شي د خپلو هنري اثارو له لارې د ناوړه دودونو او نشه‌یي توکو د زیانونو پر وړاندې عامه پوهاوی رامنځته کړي.

بل‌خوا، د نندارتون جوړوونکو د دې نندارتون موخه د هنرمندانو هڅول او په ټولنه کې د نقاشۍ هنر دودول بللي دي.

د دوی په وینا، په دغه درې ورځني نندارتون کې ۵۰۰ نقاشۍ نندارې ته اېښودل شوې چې د قلم او روغني رنګونو په وسیله جوړې شوې دي.

اړوند خبرونه