ډېر لوستل شوي

د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال له کجکي بند لیدنه وکړه

د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له کجکي بنده لیدنه وکړه.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي بند لیدو ته ورغلی و.

ملا برادر اخوند د دغې پروژې مسوولینو ته د بند د ساتنې او د کارونو د بهتروالي په موخه یو لړ سپارښتنې کړي دي.

ملا عبدالغني بردار د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، د تېرو کلونو د وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا ستونزې زیاتې وې خو سږنیو اورښتونو د اوبو کچه لوړه کړې ده. د یادونې وړ ده چې هېواد کې وروستیو اورښتونو د کجکي په ګډون د ګڼو بندونو کاسې ډکې کړي او برېښنا یې زیاته کړې ده.

اړوند خبرونه