د سرپل د کور او ښار جوړولو رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د خپل سرو ابادیو له جوړولو مخنیوی کړی دی.
ښاغلي ملا نوراني وویل، له خپل مسکلي ټیم سره یې یو ځای په سرپل ولایت کې له څو خپل سرو ابادیو له جوړولو لیدنه او مخنیوی وکړ.
د هغه په خبره، په څو نورو برخو کې یې د هغه ابادیو چې تر کار لاندې وې، له مالکینو یې غوښتنه وکړه چې د ابادۍ اړوند ویزه شوې نقشې یې د کور او ښار جوړولو له ریاست سره شریکې کړي او د قانوني پړاونو تر بشپړولو دې رغنیزې چارې وځنډوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه ټولو ښارونو کې معیاري او قانوني ښاري ودې او پراختیا ته کار کوي او د ښاري سرغړونو او خپلسرو ودانیو مخه نیسي.