د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د لوګر ولایت مرکز اړوند په «ویدخ» سیمه کې د باروړونکو موټرو تمځای جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې پروژه د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت په مالي ملاتړ جوړېږي چې دا مهال یې چارې شاوخوا ۱۰ سلنه بشپړې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیم د دې پروژې له چارو څارنه کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز لیکلي چې دا تمځای به د باروړونکو موټرو د منظم تنظیم، ښاري نظم د ښهوالي او ټرانسپورټي خدمتونو د اسانتیا په برخه کې مهم رول ولري.

