د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي وایي، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو لړۍ پیل شوې، او په وینا یې چې خلک به معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
روغتیا وزارت لیکلي چې ښاغلي جلالي دا څرګندونې د خوست له والي، مولوي عبدالرحمن حقاني سره په کتنه کې کړې، او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د خوست ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه خبرې شوې دي.
بلخوا د خوست والي په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او پياوړتيا غوښتنه کړې او په دې برخه کې يې د عامې روغتیا وزارت هر اړخيزه همکاري اړینه بللې ده.

