ډېر لوستل شوي

لوګر کې شل څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې د ۳.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت شل کړۍ د څښاک اوبو ژورې څاه ګانې کیندل شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

یادې پروژې د لوګر مرستیال والي محمد انور دین پرور، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ای.ډبلیو.اې.اې. موسسې رئیس انجنیر سردار ولي، د ترکي خیره بنسټ مسوول او یو شمیر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي او د لوګر سیندیزې فرعی حوزې رئیس وویل چې باید ددغو پروژو ساتنه وشي او سمه ګټه ترې واخیستل شي.

یادې پروژې د لوګر مرکز، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې د اوبو او انرژي وزارت سره په تفاهم او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ پلې شوي دي. ویل کیږي چې له دغو پروژو به نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.

اړوند خبرونه