ډېر لوستل شوي

کابل – کندهار پر لویه لاره په دوه جلا ترافيکي پېښو کې پینځه تنه ټپیان شول

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد او توپ دښته سیمو کې په دوه جلا ترافيکي پېښو کې پینځه تنه ټپيان شوي دي.

لومړنۍ پېښه په شېخ آباد کې د فولډر او موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې کسان ژوبل شوي دي او همدارنګه دویمه پېښه په توپ دښته کې د موټر سایکل د چپه کیدو له امله رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې دوه کسان ټپيان شوي.
په دغه پېښو کې ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
روغتیایي کارکوونکو د ټپیانو حالت د ډاډ وړ بللی

اړوند خبرونه