ډېر لوستل شوي

هلمند کې اورښتونو د یوې کورنۍ د اوو غړو ژوند واخیست

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د درنو اورښتونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوي کورنۍ ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد وایې: تېره شپه په شمالي ولسوالیو کې د زیات اورښت له امله سېلابونه راوتلي چي له امله یې په کجکي ولسوالۍ کې د یوي کورنۍ ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ښاغلی راشد د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د درنو مالي او ځاني زیانونو د اړولو پخلی هم کوي.
ورته مهال ښاغلی راشد زیاتوي یادو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه سیمي ته رسيدلي او هڅه کوي، سېلابونو کې ایسار کسان خوندي سیمو ته ورسوي

اړوند خبرونه