د افغاني سرې میاشتې مسوولین وایي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې یې په ۲۴ ولایتونو کې ۱۲۴۴۷۶ کسانو ته مرستې وېشلي دي.
د یاد شمېر کسانو له لړۍ څخه ۱۰۳۳۷۱ کسانو سره د خوراکي توکو، ۱۲۳۰۴ کسانو سره د غیر خوراکي توکو، ۸۸۰۱ کسانو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د خوراکي توکو د مرستې کچه ټولټال ۷۰۷.۱۵۲ ټنه کېږي، چې ۳۷۷.۷۵ ټنه اوړه، ۵۵.۱۵ ټنه غوړي، ۲۹.۸ ټنه بوره، ۱۲۲.۷۲۵ ټنه لوبیا، ۴۳.۴۵ ټنه وریژې، ۰.۵۷۵ ټنه مکروني، ۹.۷۵ روب، ۱.۵۵ مالګه، ۱.۵۵ چای او ۶۴.۸۵۲ ټنه خرما پکې شامله وه.
دغه راز د غیر خوراکي توکو د مرستې کچه ټولټال ۴۱۷۳ قلمه توکي و، چې ۴ خېمې، ۷۱ ترپالونه، ۲۶۴ کمپلې، ۴۵ د پخلنځي د لوښو بستې، ۱۰۰ د اوبو د ذخيره کولو وسایل، ۳۳۵ دلاس وینځلو صابون او ۳۳۵۴ د پوښاک جامې شاملې وې.
د یادونې وړ ده چې سرې میاشتې تر دې وړاندې هم له هېوادوالو سره په سختو او بېړنیو حالاتو کې مرسته کړې ده.