ډېر لوستل شوي

له مرستندویه بنسټونو غوښتنه؛ “د مرستو وېش کې روڼتیا، عدالت او اغېزمنتیا په پام کې ونیسئ”

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې لوی رييس، ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او کورنيو مرستندویه مؤسسو او همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه کړې ده.

يادې اداې په خپره کړې خبرپاڼه کې د ملا نورالدین ترابي په حواله ويلي چې د ادارې ټول امکانات او ظرفیتونه د ژغورنې، زیانونو د ارزونې او د مرستو د همغږۍ لپاره بسیج شوي دي.

ښاغلي ترابي له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د بشري مسوولیت له مخې خپلې مرستې او فعالیتونه لا چټک کړي او د مرستو په وېش کې روڼتیا، عدالت او اغېزمنتیا په پام کې ونیسي. بل‌خوا، د نړیوالو او کورنيو مرستندویه مؤسسو استازو ډاډ ورکړی چې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې سره په همغږۍ به د سېلاب‌ځپليو کورنیو لپاره د بېړنیو بشري مرستو لړۍ نوره هم چټکه کړي، څو زیانمنو خلکو ته پر وخت رسېدنه وشي.

اړوند خبرونه