د امریکا د ایداهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د «اِن اېنډ اوټ» په یوه رستورانت کې د ډزو له امله څو کسان وژل شوي او ټپیان دي.
سي اېن اېن په خپل راپور کې د پولیسو په حواله وايي، په پېښه کې شکمن بریدګر هم وژل شوی دی.
تر اوسه د پېښې د قربانیانو کره شمېر او د ډزو د علت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

