د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د کابل ښاروالۍ د تېر يو کال د لاسته راوړنو په اړه ويلي چې د ښاري نظم، بازار تنظیم، زرغونتیا او پاکوالي په برخو کې یې ګڼ اقدامات کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې په درېیم مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۳ زره او ۹۷۰ بېلابېلو صنفونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې، خو ۳ زره او ۹۳۳ بېجوازه صنفونه هم پېژندل شوي دي.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په وینا، د نرخنامو د سرغړونې له امله د ۴ زره او ۸۸۴ صنفونو فعالیتونه په لنډ مهال توګه درول شوي او اړینې سپارښتنې ورته شوې دي.
مجاهد زیاته کړې، د کابل ښار د زرغونتیا لپاره ۵۳۱ زره او ۵۸۰ نیالګي او زینتي ګلان کېنول شوي او د شنو ساحو د ودې لپاره په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو سیستمونه هم نصب شوي دي.
د اسلامي امارت وياند ويلي، په همدې موده کې ۶۲۲ زره او ۱۱۱ ټنه جامد کثافات راټول او انتقال شوي او د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۷ زره او ۳۰۵ متره کانالونه او ۴۲۵ زره او ۶۸۰ متره د سړک غاړې ویالې پاکې او لوشکشي شوې دي.

