ډېر لوستل شوي

“معیاري لابراتوارونه د غیرمعیاري درملو او خوراکي توکو د واردېدو مخه نیسي”

د رييس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د کیفیت د کنټرول معیاري لابراتوارونو جوړول د غیرمعیاري درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د واردېدو او تولید د مخنیوي لپاره مهم ګام بللی دی.

د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال د هرات په لوېدیځ زون کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي حنفي په حواله ویلي، اسلامي امارت په پام کې لري چې د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د نمونې اخیستنې او ازموینې د بهیر د چټکتیا لپاره په بېلابېلو زونونو کې معیاري لابراتوارونه جوړ کړي.

اداري مرستيال ټینګار کړی چې د دغو لابراتوارونو فعالیت به د غیرمعیاري توکو د واردېدو او تولید په مخنیوي، د محصولاتو د کیفیت د څارنې په ښه کېدو او د هېوادوالو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه