د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني په منځګړیتوب د پکتیکا ولایت «ګیان» او خوست ولایت «سپېرې» ولسوالیو د دوو قومونو ترمنځ هغه څه باندې ۱۰۰ کلنه دښمني پایته رسېدلې چې پرمهال یې له دواړو خواوو سلګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي حقاني د دې روغې لپاره د دولتي مقام په حيث نه، بلکې د ولسي او قومي مشر په توګه د دغو قومونو منځګړیتوب کړی و.
د سرچینې په وینا چې د دې اوږدمهاله دښمنۍ د هراړخيز حل او «مدعی بها» سیمې د کتلو او ارزولو لپاره د ښاغلي حقاني په مشرۍ یوې ټاکلشوې کمېټې دا معضله له شرعي، حقوقي، کلتوري او عرفي اړخه څېړلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د ټاکلې کمېټې له لوري چمتو شوې پرېکړه اورول شوې او دواړو قومونو پرې رضایت څرګند کړی دی.
د یادولو ده چې په دې غونډه کې د خوست، پکتیا او پکتیکا والیانو، د ځينو ولسوالیو ولسوالانو، له ګیانخېلو او بوريخېلو ورها خوا د منګلو، تڼیو او ځينو نورو قومونو علماوو، مخورو، مشرانو او د کوچیانو قومي استازو هم ګډون کړی و.

