له هغه مهاله چې اسلامي امارت د حکومت واګې په لاس کې واخیستې، له همغې شېبې یې د عمومي بښنې اعلان وکړ. اسلامي امارت د تېر حکومت ټولو نظامي او ملکي مامورین وبښل او په هېواد کې د مېشتېدني سپارښتنه یې ورته وکړه.
ددې باوجود هم ځینو افغان سیاسونو او مشهورو څېرو هېواد پرېښود او د پردیو هېوادونو غېږې ته ولوېدل. د اسلامي امارت مشرانو له لومړۍ ورځې پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د تېرو کړنو حساب له چا سره نه کیږي، عمومي عفوه شوې او هېڅوک دې هڅه نه کوي چې هېواد پرېږدي. افغان مشرانو زیاته کړه، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې کوم څوک په خپلسري ډول کوم هېوادوال مجازات کړي او یا هم د تېرو کړنو حساب ورسره وکړي. افغان حکومت پر خپل عهد کلک ودرېد او د عمومي عفوې بې مثاله تاریخ یې پرېښود.
اسلامي امارت په ریښتیني مانا د افغانانو د خیالونو او ښه ژوندانه تمثیلونکی دی. یاد مشران له خپل ولسه راپورته شوي او د افغان ولس په خوی بوی او نرخ تر هر چا ښه پوهېږي. مشرانو د بهرمېشتو افغانانو د راستنونې لړۍ د پیل په موخه له (افغان شخصیتونو سره د تماس) په نوم یو کمیسیون رامنځته کړ. ددغه کمیسیون بنسټیزه دنده، بهر کې له استوګنو افغانانو سره اړیکه نیول او خپل هېواد ته یې رابلل وو. ددغه کمیسیون په برکت او د کمیسیون د غړو په اخلاص، هېواد ته سلګونه سیاسې څېرې راغلې او افغان حکومت یې هم په ورین تندي هرکلی وکړ. یادو اشخاصو خپل هېواد کې استوګنه غوره کړه. افغان حکومت راغلو مېلمه افغانانو ته د خونديتوب کارتونه ورکړل او ژمنه یې ورسره وکړه چې هېڅوک به یې په چارو کې لاسوهنه نه کوي. څو ورځې کیږي چې له اروپا څخه د بهرمېشتو افغانانو په استازولۍ یوه ډلګۍ راستانه شوي. دوی منلې چې اوسنی افغان حکومت بې ساری دی او له شته پرمختګونو هېڅوک سترګې نه شي پټولی.
دوی له بهرمېشتو افغانانو هم غوښتي چې د خواله رسنیو په بابېزو اوازو باور ونه کړي او ځمکني حقایق له نږدې وویني. دوی ویلي چې د افغان حکومت له ملاتړ پرته هېڅ چاره نشته او نه هم د شته نظام بدیل موندلی شو. راغلي پلاوي ویلي چې په هېواد کې ګڼ مثبت بدلونونه راغلي. هېواد امن دی، سیاسي او اقتصادي ثبات شته، ادراي فساد له منځه تللی، د نشه یي توکو کښتونه صفر شوي او… افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې بهرمېشتي افغان کادرونه دي هېواد ته راستانه شي او د هېواد په رغونه کې دې خپله ونډه واخلي.