ډېر لوستل شوي

افغان حکومت د کار ملي کنفرانس جوړوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي چې افغان حکومت د کار ملي کنفرانس د جوړونې لپاره هڅې کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په دې اړه وایي چې د یاد وزارت له لوري د بیکارۍ د کچې او عواملو د پیدا کولو او یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د کار ملي کنفرانس جوړوي. نوموړی زیاتوي چې ددې کنفرانس په وسیله به مالومه شي چې تر راتلونکو پینځو کلونو پورې افغان ځوانانو ته څومره کاري فرصتونه موندلی شو.

ښاغلی ابراهیمي وړاندې وایي چې لسیزو جګړو په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه کړې او د کارونو د رامنځته کوونې ګڼ فرصتونه یې محدود کړي دي.

ویل کیږي چې په دغه کنفرانس کې به کورني او بهرني کاپوهان ګډون ولري او د بېکارۍ کچې پر کمونې به اغېزمن بحثونه وکړي.

اړوند خبرونه