د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د کوبي په سیمه کې یوه ښځه د یوه بل نارینه په مرسته د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندانۍ د پېښې په تایید سره وایي، دې ښځې د يو بل نارينه په مرسته خپل مېړه روزي خان د تبر په وسیله وژلی دی.
روزي خان د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی و چې په کندهار ښار کې یې ژوند کاوه.
د امنیتي مسوولينو په وینا، ښځه نیول شوې، خو له پېښې سره تړاو لرونکی بل نارینه له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

