« هرې سوړې ته په خپله لاس ور وړئ، پرېږده چې څه مو وچیچي.» دا جمله مې یو ځای کې نامتو یوناني پوه اپلاتون ته منسوبه لیدلې وه. ښایي د کلمو په لږوډېر بدلون به جمله داسې نه وي، خو مفهوم یې حتمي همدا دی. د روسي مورخ نقل قول مې کتلی و چې لیکلي و: «د نړۍ ننني پرمختګونه د ټکرونه او مخالفتونو محصول دي.» په لومړي نظر دا جمله ښه نه ښکاري او یو ډول پرخاشګري ترې محسوسیږي، خو که په حقیقي مانا ورته ځیر شو، نو ډېره پر ځای خبره ده. کله چې ژوند یو نواخته وي، دویمه خبره نه وي، ستا په بډ/مخالفت کې څوک نه وي ولاړ؛ نو د پرمختګ او نوښت په تمه مه کېږه. هو؛ ټک له دوو لاسونو خېژي، اور د دوو ډبرو له ټکر رامنځته کیږي او…
که کلیزو ته ځیر شو؛ ځیني اسلامي، ملي او نړیوالې ورځې پکې شته چې ارزښت یې لوړ وي. ددغو ورځو تر شا حتمي یو څه وي. د اپرېل ۲۱مه نړۍ کې د (نوښت) د ورځې په نوم نمانځل کیږي. د ارواپوهنې په یوه کتاب کې مې د دوو تنو کیسه لوستې وه. وایي دوه ملګري به هر سهار د لرګیو د وهلو او د ونو په غوڅولو پسې تلل. هېښوونکې دا وه چې له پیاوړي ملګري به کمزوري او په وجود کم ځواکه ډېرې ونې وهلي او د ورځې مزدوري به یې ترې زیاته وه. پیاوړی او تنور ملګری حیران و چې په زور ترې زه بر یم او ګټي دی زیاتې؟ بله ورځ یې ومونده چې دده کمزوری ملګری اونۍ کې یو ځل تبر تېره کوي، پښ ته یې وړي، د لرګیو د ماتونې له نویو الو او تجربو کار اخلي؛ خو هغه پهلوان به همغه د پلار او نیکه په تبر ونې وهلې.
ښایي ځینو سره پوښتنه پیدا شي، ښه نوښت یعنې!؟ نوښت یوازې دا نه دی چې انقلاب وکړې او یو څه له سره ۱۸۰ درجې تغییر کړې. نوښت د شته توکو په نوې لاره کارونه ده، د شته کلیشه وي طرز ماتول دي، د نویو لارو موندنه ده. نوښت ستر مغز او نوي توکي نه غواړي. ښایي ځینې فکر وکړي چې نوښت د سترو او نابغه انسانانو کار دی چې دا تېروتنه ده. ګڼ هنرونه، د اشپزۍ ډولونه او نور… . د همدغو انسانانو محصول دي. ښایي له ساده وسایلو د کور او د بازار د پلور ګڼ توکي جوړ کړو، ښایي خوړو کې ګڼ ابتکارات وکړو. هو، اوس زړه زمانه تېره ده، په ژوول شویو خوړو شخوند نه دی پکار. نوښت په دونیوي چارو کې ښایي او که نوښت نه وي نو بشري ټولنه ډنډ بوله.