واشنګټن او تهران منلې چې په دوه اوونیز اوربند یې تړلی دی او پر یو شمېر ګډو عمومي مادو یې موافقه کړې ده. د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي هم ومنله، چې له امريکا سره يې دوه اونۍ اوربند کړی.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې رسنۍ سره په یوه لنډه ټېلیفوني مرکه کې ټینګار کړی، د «امریکا ۱۵ مادهییزه طرحه» به له ایران سره د راتلونکو مذاکراتو بنسټ جوړ کړي.
ټرمپ ویلي، دغه طرحه «د یوه اوږدمهاله تړون لپاره قوي چوکاټ» دی او زیاته کړې یې ده: «موږ یو ۱۵مادهییز تړون لرو چې په ګڼو مادو یې هوکړه شوې ده. وبه ګورو چې څه پېښېږي او ایا پایله ورکوي که نه». د راپور له مخې، ټرمپ ټینګار کړی چې د هر ډول سولې په تړون کې به اټومي موضوع هم شامله وي. په همدې حال کې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ټرمپ ۱۵مادهییزه طرحه یې رد کړې او پر ځای یې خپله ۱۰مادهییزه طرحه وړاندې کړې ده. د دوی په وینا، هغه مذاکرات چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ پیل شي، د همدې لس مادهییزې طرحې پر بنسټ به پر مخ یووړل شي.
وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښونه وکړل، د هغه د استیضاح او له واکه د لرې کېدو چانس ریکارډ کچې ته رسېدلی و، د مالوماتو له مخې، دا د امریکا په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې دبرحاله ولسمشر له دومره پراخ حکومتي او ولسي نفرت سره مخېږي. نیوزویک راپور ورکړی و چې پر ایران د ټرمپ د نویو ګواښونو او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د سه شنبې د شپې ضرب الاجل ټاکلو، په امریکا کې دننه سیاسي طوفان راپورته کړ او د ډونالډ ټرمپ د حتمي عزل اجماع شوې وه. له دې وړاندې ډیموکراټانو او نورو سیاسي، نظامي اوملکي منتقدینو د ولسمشر کړنې د یوه ناروغ او لېوني کړنې بللې او په کابینه یې فشار راوړی و چې د ۲۵ مې مادې د تعدیل په مټ نوموړی له دندې ګوښی شي. د راپور له مخې که څه هم په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت د استیضاح مخه نیسي، خو ډیموکراتان تمه لري چې تر راتلونکو منځمهاله ټاکنو وروسته د کنټرول په ترلاسه کولو سره دا پروسه پیل کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ومنله، چې دغه اوربند شوی او د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د پوځ مشر جنرال عاصم منير څخه يې په دې برخه کې د منځګړتوب مننه کړې ده. ټرمپ ويلي، ايران هرمز تنګی پرانېزي او موږ بريد ځنډولی دی: «دا دوه اړخه اوربند دی. ايران ته ۱۰ ماده يي پروپوزل سپارل شوی او په دې دوو اونيو کې به مذاکراتي ټيمونه پرې کار وکړي.» ددغه اوربند په تړاو یو شمېر شکونه هم پیدا شوي، چې ښیي دا طرحه د پاکستان نه ده او یوازې پاکستان ته استول شوې چې خپره او تایید یې کړي. د شهباز شریف له لوري ډیلېټ یا حذف شوي اېکس ټوېټ متن په خواله رسنيو ګڼ غبرګونونه راپارولې او ښيي، چې پیغام له مخکې تیار شوی و او د خپرېدو پر مهال یې د (مسودې) نښه نه ده لرې شوې. امريکايي (فوربز) رسنۍ د شنونکو په حواله راپور ورکړی، له متن څخه ښکاري چې دا پیغام د شریف په خپل لاس نه وي لیکل شوی او ممکن د متحده ایالتونو یا اسراییلو له لوري برابر شوی وي.
دغه راز وروسته له هغه افشا شو، چې د شهباز شريف پر ايکس په بېړه د کاپي پيسټ يو متن سره له لارښوونې يو ځای خپور شو. د ټولنيزو شبکو فعالانو ليکلي: «دغه لارښوونه ثابتوي، چې د ضرب الاجل غځولو او په مقابل کې د هرمز تنګي د پرانیستلو طرحه پخپله د پاکستان نه، بلکې بهرنۍ ده. بهر ليکل شوې دغه طرحه د پاکستان د لومړي وزير په ادرس استول شوې او نوموړي له لارښوونې سره يو ځای پخپل ايکس ادرس خپره کړې ده. دا طرحه که د هر چا ده، خو ثابته شوه، چې د پاکستان په لومړي وزير شهباز شريف يې تطبيقوي.» که څه هم دغه متن وروسته د شهباز شريف له رسمي ايکس څخه لرې شو، خو د ټويټ په حافظه کې ساتل شوی.
د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره ايران ته د ورکړل شوې ضرب الاجل غځولو لپاره د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف پر طرحې ګڼو ایراني فعالانو نیوکې پیل کړي دي. دوی وايی، د دوو اونيو لپاره د تېلو بېړيو ته د هرمز تنګي پرانیستلو طرحه د امريکا ده، خو د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خوله يې عملي کوي.
د ایران او امریکا ترمنځ تر دوو اونیز اوربند وروسته ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې تهران په جګړه کې بریالی دی او په امریکا یې خپله هغه لس مادهییزه طرحه منلې چې د خبرو اترو پر مهال یې وړاندې کړې وه.
د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهالي اوربند د نفتو پر بیې مستقیمه اغېزه کړې او نږدې په ټوله هېوادونو کې د نفتو بیه ښکته غورځېدلي دي. په امریکا کې د نفتو د في بیرل بیه شاوخوا ۹۴ ډالرو ته لوېدلې چې له شاوخوا ۱۶ سلنه ټیټوالی ښیي. همدارنګه په منځني ختیځ کې یو شمېر هغو هېوادونو چې خپل هوایي حریمونه یې تړلي وو، هڅه کوي چې بېرته خپله فضا د سوداګرۍ پر مخ پرانیزي. د هرمز د تنګي په پرانیستې سره به په ټوله نړۍ کې د تېلو او غازو بیې بېرته خپل عادي حالت ته ورستون شي. همداراز په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو هغه سوداګریز او ملکي ځایونه او تاسیسات چې د ویجاړېدو له ګواښه تړل شوي وو، مخ په خلاصېدو دي. په منځني ختیځ کې جګړې ټورېزم سکټور ته هم ناوړه اقتصادي ضربه ورکړې وه چې ددغه سکټور زیان به هم سوکه سوکه جبران شي.
د ایران رسمي رسنیو ویلي چې د تهران او واشنګټن رسمي او حضوري خبرې به راتلونکې جمعه په اسلام اباد کې پیل شي. ویل کیږي چې د اسلامي جمهوریت پلاوی به د اسلامي مشورتي شورا د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ ترسره شي. د راپور له مخې، د ټرمپ مرستیال ولسمشر جي ډي وینس به هم د متحده ایالاتو په استازیتوب په پاکستان کې په خبرو اترو کې برخه واخلي.
که څه هم روان لنډمهالی اوربند د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو هېوادونو له خوا ستایل شوی او هیله ښودل شوې چې دا اوربند به غوره پایله ولري او په سیمه کې به تشنج ورسره کم شي، خو داسې ښکاري چې اسرائیلي اشغالګر لا هم سیمه په دوزخ د بدلېدو نیت لري. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي د روانو دوو اونیو اوربند به په لبنان او حزب الله نه تطبیقېږي، خو په نورو برخو کې به د امریکا او ټرمپ بشپړ اطاعت وکړي. له دې داسې ښکاري چې اسرائیل هڅه کوي چې د اوربند او مذاکرات څپې پڅې او داسې کړنې ترسره کړي چې له یو کلي او اوږدمهالي اوربند څخه امریکا او ایران راوګرځي. دا په داسې حال کې ده چې ايراني رسنیو وویل چې نن چهارشنبې د سپیده دم مهال د ايران په ماه شهر کې د المونيمو اراک فابريکه او د فجر پټرو- کيمياوي کمپلکس وويشتل شو.
تمه ده چې راتلونکې جمعه په اسلام اباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ له نږدې فزیکي مذاکرات پیل شي، خو د امریکا ګڼو مخکښو رسنیو لا له وړاندې روانه جګړه د تهران په ګټه بللې ده. د دغو رسنیو په تبصرو کې ټینګار شوی چې د هرمز تنګي د پرانیستې موضوع کومه نوې لاسته راوړنه نه ګڼل کېږي، ځکه دا مهمه ستراتیژیکه لار لا د جګړې له پیل مخکې هم فعاله وه.
شنونکي باور لري چې ایران، سره له دې چې له پراخو سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخ و، وتوانېد خپل مهم اقتصادي او جغرافیایي امتیازات وساتي. د دوی په وینا، له اوربند وروسته وضعیت دا څرګندوي چې تهران لا هم په سیمه کې خپل نفوذ او دریځ ساتلی او حتی پیاوړی کړی دی. دا تحلیلونه داسې مهال خپرېږي چې سیمه لا هم له سیاسي بېثباتۍ او احتمالي تاوتریخوالي سره مخ ده، او د راتلونکو تحولاتو په اړه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي. څلور ساعته وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د دوه اوونیو لپاره د بریدونو د درولو اعلان وکړ، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هرکلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دا اوربند، د ځینو پاکستاني منځګړو ادعاو برعکس، لبنان ته نه پراخیږي او خپل بریدونه به پر لبنان نه دروي. په هغه اعلامیه کې چې یوازې په انګلیسي خپره شوې، ویل شوي چې اسرائیل د ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کوي؛ خو په دې شرط چې تهران سمدستي هرمز تنګي پرانیزي او د امریکا، اسرائیل او د سیمې پر ټولو هېوادونو بریدونه ودروي. بلخوا پاکستان تور لګولی، چې اسرائيلو د دغې طرحې د د سبوتاژولو هڅې کوي. نن چهارشنبه چې د لنډمهالي اوربند لومړۍ ورځ ده سهار وختي د ايران په مختلفو ښارونو کې پر مهمو تاسيساتو بريدونه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ویلي، اوږدمهاله سولې ته د رسېدو لپاره خبرې دوام لري او تهران هم ویلي، پر دوی د بریدونو درېدو په صورت کې به خپل نظامي اقدامات ودروي. څنګه چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو پیلېږي، دا روښانه ده، چې دا مذاکرات سر له اوسه له کړکېچونو او ناندریو ډک ښکاري او داسې لیدل کیږي ددې ناندریو پیل د اسرائیلو له خوا شوی.
بل خوا د ایران او امریکا د مذاکراتو له پخوانۍ تجربې داسې ښکاري چې د منځني ختیځ کړکېچ به همداسې کړکېچ پاتې شي، خو ښایي د لنډ مهال لپاره به سوله وي. د منځني ختیځ تاریخ دا ثابتوي چې دې سیمې هېڅکله هم د آرام ساه نه ده اخیستې. وړاندې مو وویل چې د تهران او واشنګټن د مذاکراتو تجربه دا ښیي چې دواړو هېوادونو دوه ځله له دې وړاندې هم مذاکرات کړي او بیا امریکا د مذاکراتو لړۍ قطعه کړې او نظامي بریدونه یې کړي دي. له بلې خوا د دواړو لوریو ترمنځ متقابلې غوښتنې او وړاندې کړې مادې ښیي چې راتلونکي مذاکرات به له ننګونو ډک وي، خو بیا هم د سولې د ممکنه هوکړې لپاره دا مذاکرات مهم فرصت بلل کېږي.
#امیدراډیو

