ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت: د خپواکۍ بریا د افغانانو د جهاد، سرښندنو او قربانیو پایله ده

اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالېزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانانو ۱۰۷ کاله وړاندې د یوې پیاوړې جهادي مبارزې په پایله کې بريټانوي امپراتوري اړ کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او د هېواد د بهرني سیاست صلاحیت بېرته افغانانو ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې دا بریا د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندنو او قربانیو پایله بلل شوې. اسلامي امارت همداراز د شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د افغانانو جګړو ته په اشارې ویلي چې افغانانو په یوه پېړۍ کې د نړۍ له درېیو سترو قدرتونو سره په جګړو کې بریاوې ترلاسه کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو بریاوو تر شا د الله تعالی نصرت او د افغانانو ایماني هوډ او غیرت مهم عوامل وو.

اسلامي امارت له ځوانانو او راتلونکو نسلونو غوښتي چې د خپلو اسلافو پر لاره ګام کېږدي او د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په کلکه ودرېږي.

د خپلواکۍ ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې څلور ورځې وړاندې د امریکا له «اشغال» څخه د استقلال ورځ هم ونمانځل شوه.

اړوند خبرونه